ننګرهار کې په ۱۷۵۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوه
۲۹ سلواغه ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې (SNaPP2) په همکارۍ ددې ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې په ۱۷۵۰ بېوزله مالدارانو د څارویو ۸۸ مټریک ټنه مترکم خوراکي توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، چې ددې ولایت د « پچیراګام ، چپرهار، رودات، مومندره، لعلپوره ،بټي کوټ، غني خېل، ګوشته، کامه، کوزکونړ، دره نور، بهسود او خوګیانو» ولسوالیو پر ۱۷۵۰ بېوزله مالدارانو د څه باندې ۲.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۸ مټریک ټنه د څارویو متراکم خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ښاغلی صافی وایي، چې د یادو حیواني خوراکي توکو د وېش موخه مالدارانو ته د متراکمو خوراکي توکو دودول، دمالدارانو هڅول، د لبنیاتو او غوښو زیاتوالي، د مالونو ښه روزنه، د مالدارانو ملاتړ او په بېړنیو حالاتو کې مالدارانو سره د څاریو د خوراکي توکو مرسته کول دي.