نیمروز کې سږکال ۸۰ هکټاره نوي بڼونه جوړ او بیارغول شوي دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۶:۱۰
نیمروز کې سږکال ۸۰ هکټاره نوي بڼونه جوړ او بیارغول شوي دي

۲۷ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان کال په ترڅ کې د نیمروز ولایت په بېلابېلو برخو کې ۸۰ هکټاره نوي بڼونه جوړ او بیارغولي دي.
دغه بڼونه چې ۳۰ هکټاره یې د مېوې بڼونه دي، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج او ددې ولایت د چهاربرجک او خاشرود په ولسوالیو کې بیارغول شوي دي.
د یادو نویو بڼونو جوړول او د زړو بڼونو د بیارغولو ټولیز لګښت یومیلیونه او ۷۴۰زره او ۹۶۰ افغانۍ ده.
دغه راز روان کال د خاشرود او دلارام په ولسوالیو کې د پستې د پنځه هکټاره بڼونو  جوړولو په پار د ۱۸ زره او ۲۲۵ افغانیو په لګښت د پستې تخمونه هم وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

وخت خورا تنګ دی؛ غرفې لږې دي، نو بیړه وکړئ!

 

د کرنې او مالدارۍ برخې پانګوال او متشبثین کولای شي، چې له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل تولیدات معرفي او بازار ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د پلور د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د کرنې وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک، د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعیل شکیب، د چاپېریال ساتنې مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي. . .

بازگشت