کونړ کې د مصنوعي القاح مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۰:۱۹
کونړ کې د مصنوعي القاح مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۲۲ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت والي محمد اقبال سعید او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د کونړ مرکز اسعدآباد کې د څارویو مصنوعي القاح مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د مصنوعي القاح یاد مرکز چې رغنیزې چارې یې څو میاشتې وړاندې د یو میلیون او ۹۲۸ زره افغانیو په لګښت پیل شوې وې درې کاري خونې، یو صالون او تشناب لري.
یاد مرکز به د کونړ مرکز اسعدآباد د مالدارنو د نسل اصلاح ستونزې هوارې او تر څنګ یې په ولسوالیو کې د خصوصي سکټور د مصنوعي القاح مرکزونو ته له دې لارې به ستراګانې او مایع نایتروجن د طرزالمعل مطابق وېشل کېږي.
د مصنوعي القاح د یاد مرکز د جوړېدو موخه د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سیمه ییزو غواوو نسل اصلاح، د حیواني تولیداتو دکچې لوړوالی او د مالدارانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت