د کرنې وزارت سږکال بزګرانو ته څه باندې یو میلیارډه افغانۍ پور ورکړی دی
۱۶ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان لمریز کال په ترڅ کې دوه زره او ۸۰۰ بزګرانو او د کرنې او مالدارۍ د برخې متشبثینو ته څه باندې یو میلیارډه افغانۍ پور ورکړی دی.
دا پورونه د کرنې پراختیا صندوق «ADF» له خوا چمتو او د کرنې وزارت له لارې پر یادو بزګرانو وېشل شوي دي. د دغو پورونو د ورکړې موخه د بزګرانو او دکرنې په برخه کې د لویو او کوچنیو متشبثینو ملاتړ او د دوی د کاروبار د غوړېدا په پار له دوی سره مرستې دي.