د زرغونتیا په پار هلې ځلې؛ میدان وردګ کې څه باندې دوه نیم زره جریبه نوي بڼونه جوړ شوي
۲ سلواغه ۱۳۹۹
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ولایت د زرغونتیا او د بڼوالۍ د پراختیا په پار یې سږ کال دوه زره او ۵۵۲ جریبه بېلابېل بڼونه جوړ کړي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس ولید احمد تسل وایي، چې سږ کال د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» او کرنې ریاست په ګډې همکارۍ د میدان وردګو ولایت د مرکز په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې د شفتالو، زردالو، الو، مڼې، ناک، ګیلاس، انګورو، بادامو او چهارمغزو دوه زره او ۵۵۲ جریبه ساده او۹۸.۵ جریبه یې متراکم بڼونه د یاد ولایت ګڼو بڼوالو ته جوړ کړي دي.
د دغو جوړ شویو بڼونو تر څنګ بڼوالو ته روزنیزو پروګرامونه په لاره اچول شوي دي، د ناروغیو او افاتو پر وړاندې مبارزه او پراخ کمپاینونه هم تر سره شوي دي تر څو د یاد ولایت بڼوالي لا پراخه او بڼوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.