د شولو عصري کرکېله: ننګرهار کې ورته ۱۹۴ ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۸ - ۱۶:۳۷
mail

۲۸ غبرګولی ۱۳۹۸

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام « NaPP2» له لارې ددې ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه ۱۹۴ ننداریزې قطعې جوړوی.

د کرنې وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام « NaPP2» چارواکي وایي، چې یاد ننداریزې قطعي بزګرانو ته دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړیږي. د دوی په خبره په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.د چارواکو په خبره که چیرې شولې په محلي توګه دپاشان په ډول وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه یې په منځنۍ کچه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري توګه د کتار په بڼه وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه یې په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.

له همدې امله دکرنې وزارت دترویج کارکوونکي په کلیو او ولسوالیو کې دیاد میتود درواجولو په موخه بزګرانو ته د شولو ننداریزې قطعې جووړوی. د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د شولو د ۱۹۴ ننداریزو قطعو د جوړولو په پار د یادو ولسوالیو د ترویج پر کارکوونکو د شولو د ننداریزو قطعو د جوړولو په پار اړین توکي وېشل شوي دي.

دیادونې وړ ده، چې اوسمهال په ننګرهار کې دشولو دپروسس درې فابریکې شتون لري، چې دننګرهار دکرنې ریاست په هلو ځلو دشولو دپروسس او بازارموندنې په موخه دفابریکو او بزګرانو ترمنځ کرنیز تړونونه هم رامنځ ته شوي دي.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت