پکتیا کې پر ۳۰۰ بېوزله کورنیو د هګیو چرګانو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۶:۳۰

۲۷ غبرګولی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادۍ ودې په پار داځل د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز او ددې ولایت د احمداباد او څمکنیو ولسوالیو پر ۳۰۰ بېوزله کورنیو د هګیو چرګانو او د چرګانو روزنې اړونده توکو د وېش لړۍ پیل کړ.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وایي، چې د علمي پلټنو او ټولنې دپراختیا « ORCD»موسسې په همکاری د پکتیا ولایت دمرکز ګردیز او ددې ولایت د احمداباد او څمکنیو ولسوالیو د ۳۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي ځواکمنتیا په پار پر هرې کورنۍ ۲۰ د هګیو چرګان، د چرګانو ۱۵۰ کیلوګرامه خوراکي توکي، دوه دانه خوره، دوه دانې ابخوره، ۱۰ کیلوګرامه چونه، ۳۰۰ ملي ليټره ګلوکوز، ۱۰۰ ملي لیټره انټي بیوټیک، ۳۰۰ ملي لیټره مولټي ویټامین، یوه دروازه، یوه کړکۍ، دست کشې، موزې، ماسک او صابون وېشل کیږي. 
د ښاغلي مومند په خبره ددې مرستې موخه په پکتیا کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
ددې برنامې برخمن شوي مېرمنې له دې برنامې څخه د مننې او خوښۍ ترڅنګ وویل چې، د چرګانو روزنه د دوی د کورنیو په اقتصادي وده کې له دوی سره مرسته کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
Background image

منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د حل په موخه ولایتي ګډې کمېټې سیمه ییز سفرونه ترسره کړل


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د معلومولو، د هغوی د غوښتنو اورېدلو او د ستونزو. . .

بازگشت