پکتیا کې په ۵۱ بې وزله کورنیو د هګیو چرګان او اړونده توکي ووېشل شول

user-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۴:۷
پکتیا کې په ۵۱ بې وزله کورنیو د هګیو چرګان او اړونده توکي ووېشل شول

۱۶ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د پکتیا ولایت احمد ابا ولسوالې کې د ځنګلولۍ د ټولنو په ۵۱ بې وزله کورنیو د هګیو چرګان او د چرګانو روزنې اړونده توکي وېشلي دي.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: « د کرنې وزارت اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې (GEF) له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې « FAO» په مرسته پر یادو کورنیو۱۵۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو ۷۶۵۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي او د چرګانو روزنې اړونده نور اړین توکي وېشل شوي دي.»
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو۵۱ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ. ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو۱۵۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ، د ځنګلونو د پرې کېدو مخنیوی او د ځنګلولۍ د ټولنو پیاوړتیا ده، ترڅو ملي سرچینې خوندي شي.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

بازگشت