د بلخ مسلخ ډېرژر ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۱:۲۶
مسلخ بلخ به زودی به بهره‌برداری سپرده می‌شود

۳مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي او ددې ولایت له یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو سره، د بلخ له معیاري مسلخ څخه لیدنه او نظارت وکړ.
د بلخ ولایت مسلخ، د آسیایي پراختیایي بانک په مرسته د شپږ میلیونه ډالرو په لګښت په ۲۵ جریبه ځمکه کې په معیاري ډول رغول شوی دی او ګټې اخیستنې ته چمتو ده.
یاد مسلخ په اته کاري ساعتونو کې، د ۱۰۰ غواوو او ۵۰۰ وریو د ذبحې او پروسس وړتیا لري.
د معیاري مسلخونو جوړول او فعالیت د دندې زمینه برابروي، د خصوصي سکټور د عوایدو د لوړوالي او د چاپېریال ساتنې لامل کیږي او د څارویو د غیرمعیاري ذبحې مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت