لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شو

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۵:۱۰

۲۵ غبرګولی ۱۳۹۸
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې «NEI» په همکاری یې ددې ولایت د مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ پر ۲۱۸ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
د لغمان دکرنې ریاست وایي پر دغو ۲۱۸ بزګرانو د سویابینو د اصلاح شوي تخمونو د وېش ترڅنګ دوی ته ددې بوټي د کرکېلي، حاصل ټولولو او پالنې په موخه روزنه هم ورکړې ده.
لغمان د سویابینو د کرکېلي په موخه مناسبه اقلیم لري او په دې ولایت کې سویابین د کمیت او کیفيت له پلوه ښه حاصل ورکوي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت