د سبو د کرکېلي نوي لارې چارې؛ ننګرهار کې ۴۸۲ شنې خونې جوړې شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۱:۲۴
سبو

۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دکرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار ددې ولایت په کچه ۴۸۲لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې کړي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، چې د یادو ۴۲۸ شنوخونو له ډلې ۲۵۳ بابه یې عملاً فعالیت کوي او د مارکېټ غوښتنې ته په کتو رومي بانجان او بېلابېل سابه او ترکاري په کې کرل کیږي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د ننګرهار په شنو خونو کې راټوکېدلي په دې موسم کې یې حاصل د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي.
یوشمېر ننګرهاریان وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو(ټماټرو) او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره هم نه دي مخامخ شوي.
د ښاغلي صافی په خبره سږکال له یادو ۲۵۳ شنوخونو نږدې ۸۰۰ مټریک ټنه رومي بانجان راټول او بازار ته وړاندې شوي، چې د تېرکال په پرتله یې حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
له دغو شنوخونو څخه برخمن شوي کروندګر وایي، چې له خپلو شنوخونو څخه په یو کال کې څو ځلې حاصل راټولوي او په لږ خواری سره ډېره ګټه تر لاسه کوي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي.
شنې خونې، چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د ننګرهار د بزګرانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې دخپل ولایت د اړتیا وړ سابه تولید او ان د ننګرهار ترڅنګ نورو ولایتونو  ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د کرنې وزارت له خوا دغه شنې خونې په هرموسم کې د تازه سبو د تولید او په لویه کچه د خوړو خوندیتوب او په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه جوړې شوي دي. دغه شنې خونې کورنیو ته دا زمینه هم برابروي، چې د خپلو سبو د پلور له لارې ښه عواید تر لاسه کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې هېواد کې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي.دوی وایي، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په سلګونه وړې او سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې د ډول ډول سبو او ترکاریو کرکېله کیږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۳:۱۳
Background image

پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رئیس په مشرۍ په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې د کرنې او مالدارۍ په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د ځنګلونو د وضعیت ارزونې او نویو عایداتي سرچینو موندلو په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال  مولوي باز محمد فیضان د یوه پلاوي په مشرۍ د ځنګلونو د وضعیت ارزونې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مرستیال اوزبیکستان ته د خپل رسمي سفر په درېیمه ورځ د تولیدي، پروسس او کرنیزو او مالدارۍ فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني اوزبیکستان جمهوریت ته د خپل. . .

بازگشت