سږکال د هرات بهي ۱۴ سلنه زیات شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۰:۵۵
بهی هرات امسال ۱۴ درصد افزایش یافته است

۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
دهرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د بهي حاصلات ۱۴ سلنه زیات شوي دي.
دهرات د کرنې ریاست وایي، چې سږکال ددې ولایت د بهي له ونو څخه دوه زره او ۳۴۰ مټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي.
د کرنې وزارت د احصایي شمېرې ښیي، چې په ۱۳۹۸یم کال کې، د هرات په ولایت کې نږدې دوه زره او ۳۸ مټریک ټنه بهي راټول شوي دي.
د اوبې او چشت شریف ولسوالۍ په هرات ولایت کې د بهي اصلي تولیدوونکي سیمې دي.
د هرات په سیمه ییزو بازارونو کې یوه کیلو بهي په منځنۍ ډول په ۵۰ افغانیو خرڅیږي. د هرات بهي ځانګړی کیفیت او خوند لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۷:۲۲
Background image

کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو


۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت له‎‌خوا، د هالنډ کمېټې په همکارۍ د کانګو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

د کابل د بیني‌حصار په څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۳ غبرګولي ۱۴۰۵ ھ.ش
۷ ذُی الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل د بیني‌حصار په څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۳۸
Background image

غزني کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت له‎‌خوا، د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د. . .

بازگشت