بامیان کې د پیازو او کچالو د ۳۳۴ زېرمتونونو چارې پشپړې شوې

content_admin
بامیان کې د پیازو او کچالو د ۳۳۴ زېرمتونونو چارې پشپړې شوې

۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د بامیانو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د پیازو د ۳۹ او د کچالو د ۲۹۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د بامیانو د کرنې رییس عبدالوهاب محمدي وایي: «په دې ولایت کې د پیازو او کچالو د ټولو صفردرجې زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي او بزګران کولای شي، چې تر دې وروسته ورڅخه ګټه پورته کړي.»
ښاغلی محمدي دغه راز وویل، چې په دې ولایت کې د مڼو د لس صفردرجې سارک مډل سړوخونو له ډلې د پنځو سړوخونو چارې بشپړ شوي او پاتې نور یې هم په نږدې وروځو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
دغه پروژې دکرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي شوي دي.