میدان‌وردګ کې د کچالو ۶۹زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۶:۱۶
میدان‌وردګ کې د کچالو ۶۹زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۸ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې د میدان وردګو ولایت د بهسودو په دوو ولسوالیو کې دکچالو ۶۹ زېرمتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. برخمن شوي بزګران اوس کولا شي، چې دکال سلګونه ټنه کچالو چې د دوی له مصرف او پلور څخه زیاتیږي، په دغو زېرمتونونو کې یې زېرمه کړي.
ددغو زېرمتونونو رغنیزې چارې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا پرمخ وړل کېدل.
ددغو زېرمتونونو ټولیز لګښت ۴۵میلیونه افغانۍ ده. ددې لګښت ۹۰ سلنه دکرنې وزارت او ۱۰ سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ور کړي دي.
یاد زېرمتونونه هر یوه یې دڅه باندې ۱۲ مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري. له دغو زېرمتونونو څخه په استفادې سره د میدان وردګو ولایت بزګران کولای شي، چې دکال سلګونه مټریک ټنه کچالو زېرمه او په مناسب وقت کې یې بازار ته وړاندې کړي.
باید وویل شي، چې تر دې مخکې هم د میدان وردګو په ولایت کې د پیازو او کچالو ۱۴۳ زېرمتونونه چې ۱۰۸ یې د کچالو او ۳۵ یې د پیازو زېرمتونونه ول ګټې اخیستنې سپارل شوي دي.
دغه پروژې ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د امارتي ادارو ګډ پلاوي د ځمکو د شخړو د څېړنې په موخه د پکتیکا تروې ولسوالۍ ته سفر وکړ

  ۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې رئیس مولوي محمدزمان عمري، د سرحدونو وزارت مرستیال شیخ محمد اسماعیل غزنوي او د خوست د کرنې رئیس مولوي شیرمحمد ذبیح د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

ننګرهار کې د انجې کرکېله ډېره شوې

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار کې د بزګرانو اقتصادي پياوړتیا په موخه د انجې طبي بوټي ترویج پيل شوی. د مسوولینو په خبره د دغه ولایت په بهسود، سره رود، ګوشتې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۲۹
Background image

نورستان کې د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوي

۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست په انګړ کې د بادرنګو، کچالو، مټر، سره ملۍ، پالک او یوشمېر نورو. . .

بازگشت