کونړ کې د مالټې حاصلات لس سلنه زیات شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۵:۲
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت د مالټو حاصلات تېر کال ته په کتو


۱۸ لیندۍ ۱۳۹۹
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت د مالټو حاصلات تېر کال ته په کتو لس سلنه زیات شوي دي.
د کونړ د کرنیزو چارو امر نجیب الله عادل وایي، چې د یاد ولایت په لسو ولسوالیو کې د مالټو ۷۵۰ بڼونه شتون لري، چې سږ کال یې د حاصلاتو کچه د پام وړ زیات شوي دي. ښاغلی عادل ددې ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل او بڼوالو لپاره د کرنې ریاست له خوا روزنیزې برنامې یاده وي.
نجیب الله عادل وویل، چې د کونړ د مالټې سږني حاصلات به څه باندې ۹۸۸ ټنو ته ورسیږي، دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال ددغه ولایت د مالټو حاصلات څه باندې ۸۹۸ مټریک ټنه ښودل شوې وه.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د سټروسو بڼونو د پراختیا په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په ګډې همکارۍ د سټروسو ۴۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي دي، چې په دې سره به د یاد ولایت د مالټو حاصلات نور هم زیات شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت