د خاورې نړیوالې ورځې ته درناوی کوو

content_admin
د خاورې نړیوالې ورځې ته درناوی کوو

۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹
نن د لېندۍ ۱۵مه، چې د ډسامبر له پنځمې نېټې سره سمون خوري، د خاورې نړیواله ورځ ده. دا ورځ هر کال لمانځل کیږي.
ددې ورځې د نمانځنې موخه، د خاورې د اهمیت په هکله عامه پوهاوی، د خاورې مطالعه، حفاظت او د خاورې مناسب مدیریت دی. د خاورې نړیوالې شبکې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همغږۍ هرکال دا ورځ په ځانګړې شعار سره لمانځل کیږي. ددې ورځې د نمانځې سږني شعار، «خاوره ژوندۍ وساتئ او د خاورې حیاتي تنوع خوندي کړئ» ده.
خاوره د ایکوسیسټم بنسټ جوړوي، او له خاورې پرته ایکو سیسټم او خاوره، دواړه بشپړ نه دي. خاوره موږ ته خوراکي توکي، فایبر او سون توکي برابروي. خاوره د خوراکي توکو د تولید بنسټ، د ډېرشمېر ژوندیو موجوداتو استوګنځی او د کاربن او اوبو زېرمه ګڼل کیږي. د ملي پراختیا په اجنډا کې، خاوره د کرنې د پراختیا د پلانونو سرټکی جوړوي.
خاوره له مغذي موادو ډک دی او ښه مدیریت یې دتلپاتې او پیاوړي کرنې لامل کیږي.
پیاوړي خاوره کولای شي، چې په ډېرو سختو وچکالیو کې، د څړځایونو د تولید او څړځایونو ته د زمینې برابرولو په برخه کې مرستې وکړي.
د نیو شمېرو له مخې، د افغانستان یوازې پنځه سلنه خاوره په بشپړه توګه د کرکېلي وړ ده او ۱۸ سلنه نور یې په منځنۍ کچه د کرکېلي وړ کڼل کیږي.
دا چې پوه شو کومه خاوره روغه خاوره ده او څنګه کولای شو، چې ضعیفه خاروه بېرته غني کړو، پراخو مالوماتو په ترلاسه کولو سره شوني ده. په همدې موخه، دکرنې وزارت د خاورې پېژندنې څېړنیز ریاست، په نړیوالو معیارونو برابر او په ملي کچه د خاورې سروې پیل کړی دی، چې تر دې دمه یې په ۱۲ ولایتونو کې ۴۵ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیولي دي. یاد سروې د ۱۴۰۳ام کال تر پایه د افغانستان ټوله خاروه سروې کوي او تفصیلي مالومات یې برابروي.
د هغې ورځې په هیله چې، تفصیلي شمېرې لاسته راشي او د افغانستان د کرنې وزارت له هغو بزګرانو سره چې ټول اطلاعات یې زده کړي وي، تلپاتې او ځلانده وده ولري.
په درنښت
ډاکټر انوارالحق احدي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر