د کرنې په برخه کې د ډاکټرتتسوناکامورا چوپړونه

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۴:۲۳
د کرنې په برخه کې د ډاکټرتتسوناکامورا چوپړونه


ډاکټرتتسوناکامورد چاپان هېواد اوسیدونکی وه، ښاغلي ناکامورلوړې زده کړې د چاپان هېواد دکیوشو پوهنتون په طبې څانګه کې ترسره کړې وې. ناکامورا په ۳۸ کلنۍ کې، د جذام ناروغانو د مرستې لپاره پاکستان ته لاړ او هلته د ګډوالو په یوکمپ کې، چې ډېری برخوال یې افغانان و دنده پیل کړه او "د پیښور کای " په نوم یې یوه موسسه جوړه کړه. دوه کاله وروسته په ۱۹۹۱یم کال جلاباد ته راغی ترڅو له افغانو ناروغانو سره مرسته وکړي. ډاکټرناکامورا له ۱۹۹۱يم زېږديز کال څخه د هېواد په ختیځو ولایتونو او په ځانګړي توګه په ننګرهار ولایت کې د کرنې او روغتیا په برخه کې کړنې ترسره کولې. ترڅو د ننگرهار شاړې ځمکې شنې کړي او خلکو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو کړي.
په ننګرهارولایت کې د تتسوناکامورا لاسته راوړنې:
۱- د اوبولګولو بندونه او سربندونه جوړول.
۲- کوز کونړ ولسوالۍ کې د کونړ پرسیند د مروارید کانال جوړول، چې ددي کانال په واسطه دګمبیري په دښته کې له ۵۰ هکټاره څخه زیاته ځمکه کې مصنوعي ځنګلونو جوړ شوي.
۳- له ۲۰۰جریبه څخه په زیاته ځمکه یې د سټروسو بڼونه جوړکړې دي.
۴- د بهسودو ولسوالۍ د بهراباد کانال او سربند جوړل.
۵- د بهسودو ولسوالۍ د میرانو کانال او سربندجوړول.
۶- د کامې ولسوالۍ کانال او سربند جوړول.
۷-د کوزکونړ کاشکوټ کانال اوسربندجوړول.
۸- د اوبولګولو روزنيز مرکز جوړول .
۹-د یوې استنادې دیوال جوړول، چي سلګونو جریبه ځمکه يې د سېلابونو له ګواښه خوندي کړي دي.
۱۰- دبېلابېلو بوټو نرسرۍ يې جوړې کړي دي.  
۱۱- د ناکامورا په نوم یو پارک جوړول . او دغه راز د ښاغلي ډاکټرتتسو ناکامورا په مرسته په یاد ولایت کې په ټوليزه توګه ١٠ زره هکټاره ځمکه دده دکانالونو په مرسته خړوبه شوې ده.
هغه یوازې انسانیت ته د خدمت کولو په موخه افغانستان ته راغلی وو. ښاغلی ډاکټرتتسوناکامورا ۳۰ کاله د افغانانو خدمت وکړ. ښاغلی ناکامورا چې په افغانستان کې یې د "کاکامراد" په  نوم شهرت درلود تېرکال د لېندۍ میاشتې په ۳۰نېټه په جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسلوالو لخوا په ډزو ووژل شو. د مرحوم کاکا مراد مړېنه په ملي او نړویواله کچه له پراخوغبرګونو سره مخ شوه او د هغه دښو خدمتونو د ترسره کولو په موخه په خوست ولایت کې دهغه په نوم یوه څلولارې و نومول شوه.
-------------
کاکامراد، د انسان‌دوستۍ اتل
تتسوناکامورا ۱۵ سپټامبر۱۹۴۶-۴ډسامبر۲۰۱۹

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت