کاپیسا کې سږکال د غنمو ۳۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي
۱۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د کاپیسا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د غنمو ۳۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي.
د کاپیسا د کرنې رییس همایون حبیب وویل، چې دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې رغول شوی دی او په جوړولو سره یې ۱۸۰ بزګران هم د کتاري کرکېلي په برخه کې روزل شوي دي.
هغه وویل، چې د دغو ننداریزو قطعو د هرې قطعې د جوړولو په پار ۲۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۲۵ کیلو ګرامه ډي اي پي او ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره وېشل شوي دي. یاد ننداریزې قطعې د کتار په ډول کرل شوي دي.