پکتیکا کې د پیازو او کچالو ۴۱ زېرمتونونه او اته ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۲:۵۲
پکتیکا کې د پیازو او کچالو ۴۱ زېرمتونونه او اته ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


۱۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د ودې سکټوري پروژې رییس ډاکټر احمدفرید راید، د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني، مېرمنو، قومي مشرانو، ګڼو بزګرانو او ځوانانو په شتون کې د پکتیکا په ولایت کې د پیازو او کچالو ۴۱ زېرمتونونه او اته ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دغه زېرمتونونه او ممیزخونې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې«HVCDSP» په مدیریت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې جوړې شوي دي.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژې رییس ډاکټر احمدفرید راید، د یادو زېرمتونونو او ممیزخونو د ګټې اخېستنې په غونډه کې وویل، چې جوړ شوي زېرمتونونه او ممیزخونې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډنه کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټوري پروژې «HVCDSP»له لوري جوړ شوي دي، چې د جوړولو ټولیزه لګښت یې ۳۴ میلیونه او ۱۳۴ زره او ۶۰ افغانۍ ده، چې ددې لګښت ۸۰ سلنه دکرنې وزارت او ۲۰ سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ورکړي دي.
ښاغلی راید وویل: «یاد زېرمتونونه او ممیزخونې د پکتیکا مرکز او درېوو ولسوالیو کې کروندګرو ته جوړ شوي چې پکې ۱۷ د کچالو او ۲۴ د پیازو صفر انرژۍ زېرمتونونه او اته ممیز خونې شاملې دي.»
احمد فرید راید دغه راز وویل، چې ددې تر څنګ پر کروندګرو مېرمنو د مېوو او سبو ۲۸ لمریز وچوونکي دستګاوې هم د دې پروژې له لارې ویشل شوي دي، چې د دغو پروژو په ګټې اخېستنې سره به بزګران وکولای شي خپل حاصلات تر ډېره وخته خوندي کړي او له دې لارې ګڼو بې کارو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په همدې حال کې د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني، بزګرانو لپاره د یادو زېربناوو د جوړولو په پار د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه او وویل، چې پکتیکاوال هر اړخیزو همکاریو ته ژمن خلک دي. د پکتیکا والي وویل، چې ددې ولایت خاوره، اوبه اوهوا د کرکېلي لپاره مناسب دی، هغه ددې ولایت کروندګرو ته په خطاب کې وویل، چې له دې فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي او په دې ولایت کې د کرنې په برخه کې د لاډېرو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې له یادو پروژو څخه برخمن شوي بزګران د یادو خونو د جوړولو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې له دې لارې به راټول کړي حاصلات په وخت بازار ته وړاندې او د خوسا کېدو او خرابېدو مخه به ورسره ونیول شي.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه، ممیزخونې او د انارو او مڼو دساتنې په پار د سارک مدل صفر درجې سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو وچوونکي ماشینونه وېشل شامل دي، چې په ۱۳۹۹یم کال کې پیل او لومړی پړاو یې ډېر ژر بشپړیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د غزني کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دایره شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
 د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقر کې د کرنې او کلیو پراختیا سکټوري غونډه د اړوندو ادارو مسؤلینو، د همکارو مؤسسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۹
Background image

دمیدان وردګو ولایت د کرنې ریاست کې د کمپوسټ سرې جوړولو چارې پیل شوې

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالداری ریاست اړوند دکرنیزو چارو آمریت دتعمیر شاوخوا د پاک کاری چارې پیل او تر څنګ یې دیاد آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم د اوبو دویم واټرپمپ د کاسې پاکونه او ترمیمي چارې د بشپړېدو په درشل کې

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم د اوبو دویم واټرپمپ د هغې مهمې او ارزښتناکې پروژې له ډلې څخه دی، چې د اوبو او لمریزې برېښنا په وسیله. . .

بازگشت