خولې مو لا خواږه کیږي؛ ننګرهار کې سږکال ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۱:۵۹
کام‌ها شیرین‌تر می‌شود؛ امسال ننگرهار حدود ۵۰۰ تن عسل تولید کرده است

۱۰ لیندۍ ۱۳۹۹
ننګرهار چې، د ځانګړې هوا او غوره کرنیزو تولیداتو له کبله هميشه بهار يې هم بولي د بېلابېلو شاتو او ګلانو په لرولو سره د شاتو د توليد په برخه کې د هېواد تر ټولو مخکښ ولايت دی، چې سږ کال په دې ولایت کې ۵۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ننګرهار کې د شاتو مچیو نږدې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه شتون لري، چې له ۳۵ تر ۴۰ زره د شاتو کورنۍ په کې روزل کیږي.د چارواکو په خبره، د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شتون لري او په دغو فارمونو کې نږدې دوه زره ښځینه او نارینوو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په دې وروستیو کلونو کې په ننګرهار کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوي دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.
په دې ولایت کې د شاتو مچیو لرونکي وايي، چې د شاتو مچۍ په کم وخت کې توليد پیلوي او دغه راز د شاتو د مچیو ساتل د اقتصاد له پلوه د ارزښت وړ ګڼل کېږې، ځکه د شاتو مچیو په روزلو سره د زیات شمېر کسانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.
د ننګرهار په سیمه ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه له ۲۵۰ تر ۵۰۰ افغانۍ ده. ددې ولایت شات د کابل په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.
د کرنې وزارت له خوا د دولت، موسسو، شاتو مچیو روزونکو او د شاتو تولیدوونکو ترمنځ د اړیکو ټینګولو او بازار موندنې په پار ننګرهار ولایت کې د شاتو مچیو ټولنه هم جوړه شوې ده. دغه ټولنه د کروندګرو او شاتو مچیو روزونکو د ستونزو هوارولو ترڅنګ د شاتو مچیو صنعت ته د ودې ورکولو او د شاتو د تولید په برخه کې هم کار کوي.
د ننګرهار د شاتو مچيو روزنې د ټولنې د چارواکو په خبره، د ننګرهار شات د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خرڅيږي، چې دمګړۍ په هلمند، بلخ، کابل او هرات کې فعالې څانګې لري او ترڅنګ يې د نورو ولايتونو پر هټيوالو هم خرڅيږي. ياده ټولنه په ننګرهار کې د شاتو د توليد پنځه کارځايونه هم جوړې کړي دي.
ننګرهار د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري او دا ددې لامل شوې، چې په دې ولایت کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
افغانستان کې د ننګرهار، بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړۍوال نندارتون په پرانیسته کې د کرنې وزیر ګډون

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امام ابو حنیفه د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو


۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د «داکار» دفتر په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کندز د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ تن مالدارانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .

بازگشت