هلمند کې ۷۳۴ شنې خونې جوړیږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۶:۴۴
هلمند کې ۷۳۴ شنې خونې جوړیږي


۲۸ لړم ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ژمي په موسم کې د سبو دکرکېلي او تولید په پار پر یوشمېر بزګرانو د شنوخونو د جوړولو اړونده توکي، د سبو تخمونه او د کمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوی دی.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الګو وایي، چې په دې لړۍ کې د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون ددې ولایت په نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې د ۷۳۴ شنوخونو د جوړولو په پار پر بزګرانو پلاستیکي تونلونه او د نورو اړینو توکو د وېش لړۍ له مرکز لښکرګاه څخه د هلمند والي عبدالنبي الهام په شتون کې پیل شو.
ددې پروسې له لارې هر بزګر ته د یو جریب ځمکې لپاره د سبو تخمونه، کیمیاوې سرې، پلاستیکونه او نور اړین توکي شامل دي.
دهلمند والي عبدالنبي الهام ددې پروسې د پیل په اړه خوښي وښوده او وویل، چې د هلمند ولایت د کرنیزو محصولاتو لپاره د ژمي په موسم کې ددې توکو وېش او یاده برنامه پلي کېدل مهم او بنسټیزې چارې دي. هغه وویل، چې د هلمند ولایت برخمن شوي بزګران باید له دغو مرستو اعظمي ګټه پورته کړي او دکرنې مسلکي کارکوونکي دي، له دوی سره مرسته او وخت ناوخت یې څارنه او ارزونه وکړي تر څو بزګر د پام وړ حاصلات ترلاسه کړي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددغو شنوخونو د جوړولو موخه د ژمي په موسم د سبو تولید، د وارداتي سبو مخنیوي او د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۳:۵۴
Background image

د کرنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو 

۲۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او  لوړو زده‌کړو وزارت ترمنځ د څېړنیزو تجربو د شریکولو او د محصلینو لپاره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

کابل کې د ریشخور لبنیاتو فابریکې د فعالیت د پیل قرارداد لاسلیک شو 

۲۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ریشخور لبنیاتو فابریکې د فعالیت د پیل قرارداد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د میلکو لبنیاتو شرکت ترمنځ لاسلیک شو.  
دغه قرارداد د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د ځنګلي بوټو پرېکولو مخنیوي او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۲۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پنجوايي ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او څړځایونو د تنظیم مسؤل مولوی نعمت. . .

بازگشت