ممپلیو تولیدوونکو او پروسس کوونکو ترمنځ قراردادونه لاسلیک شول
۲۶ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروګرام«SNaPP2» په همکارۍ د ممپلیو تولیدوونکو او پروسس کوونکو ترمنځ د پېر-پلور قراردادونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه د ۱۵۰ بزګرانو د ممپلیو محصولاتو د بازار موندنې په موخه د ممپلیو تولیدوونکو او د پروسس کوونکو ترمنځ لاسلیک شوي دي. د دې قراردادونو ټولیز ارزښت درې ملییونه او ۲۰۰زره افغانۍ ده.
مارکېټ سره د بزګرانو نښلول، د ممپلیو لوړ تولید، په لرو پرتو سیمو کې د بزګرانو په اقتصادي حالت کې مثبت بدلون، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وړو پورونو برابرول، د وړتیا لوړنې په پار عملي روزنیزې برنامې په لاره اچول، د شونتیا په صورت کې بزګرانو ته نوي ټکنالوژۍ ورپېژندل او د بزګرانو د محصولاتو لپاره مارکېټ پیدا کول، د دې قراردادونو موخې ګڼل کیږي.
د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ پروسسکوونکی به د بزګرانو محصولات په لوړه بیه پېري، د ترانسپورت آسانتیاوې ورته برابروی، اصلاح شوی تخمونه به چمتو کوي، د وړتیالوړونې په پار بزګرانو ته عملي او نظري روزنیزې برنامې په لاره اچوي او د امکان په صورت کې به بزګرانو ته پورونه هم ورکوي.