کونړ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې په بشپړېدو دي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۴:۴۹
کونړ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې په بشپړېدو دي

۲۵ لړم ۱۳۹۹
په نږدې ورځو کې به په کونړ کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۱۱۰ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه پروژې د برخمن شویو بزګرانو په لس سلنې ونډې سره د نږدې ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ ولایت مرکز اسعداباد ترڅنګ ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې پلي کیږي.
په دغو پروژو کې د پیازو ۴۰ او د کچالو ۴۰ صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړول او د سبو او مېوو ۳۰ وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي.
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې سږکال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د پیازو او کچالو د خوندي کولو په پار د پیازو او کچالو صفر انرژۍ سړې خونې «زېرمتونونه»، ممیزخونې او د مڼو صفر انرژۍ سړې خونې جوړ کړي دي او ترڅنګ یې د مېوو او سبو وچوونکي لمریز دستګاوې هم وېشلي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت