کندز کې پر څه باندې ۱۴زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو وېش پیل شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۴:۳۶
کندز کې پر څه باندې ۱۴زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو وېش پیل شو

۲۵ لړم ۱۳۹۹
دکندز په ولایت کې د مني موسم د غنمو کرکېلي په پار ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو وېش د کندز په مرکز کې د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
ټاکل شوې، چې سږکال د ۳۱ میلیونه او ۲۲۵ زره او ۸۵۴ افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له خوا د کندز ولایت پر ۱۴ زره او ۶۰ بزګرانو ۷۰۳مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي. ددغو اصلاح شویو تخمونو ۶۰ سلنه لګښت دکرنې وزارت او یوازې ۴۰ سلنه لګښت یې برخمن شوي بزګران ورکوي. په دې ترتیب سره د غنمو اصلاح شویو تخمونو هر ۵۰ کیلو یي بوجۍ بزګرانو ته ۸۸۸.۳۶ افغانۍ تمامیږي.
باید وویل شي، چې د کندز په ولسوالیو کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ څور ورځې مخکې پیل شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت