د اوبيزو سرچينو مديريت او د ابرېزو دپياوړتيا پروژې دکمېټې همغږي غونډه په لاره واچول شوه

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۹:۳۶
د اوبيزو سرچينو مديريت او د ابرېزو دپياوړتيا پروژې دکمېټې همغږي غونډه په لاره واچول شوه

۲۲ لړم ۱۳۹۹
دغه غونډه په تېرو څلورو کلونو کې د«SWIM» پروژې له خوا دپلي شويو پروژو ارزونې او دپنځم کال دپلان په موخه دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت الله غفوري، په افغانستان کې ديادې پروژې رييس  هُپی مزایر او د امريکا متحده ايالاتو نړيوال پراختيايي ادارې  «USAID» استازی عتيق الرحمن جليل په شتون کې په لاره واچول شوه.
دکرنې وزارت داوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت الله غفوري، د درېيمې پروژې له مالي ملاتړ کوونکو مننه وکړه او وويل، چې دغه پروژه د افغانستان په شمال کې اغېزمن وه او د اوبو د پياوړتيا او مديريت په برخه کې ګټور ثابت شوې ده.
په افغانستان کې د «SWIM» پروژې رييس هُپی مزایر وايي، چې په نړۍ کې د کرونا وبا له ستونزو سره سره درېيمه پروژه وتوانېد چې خپلې ټاکلې موخې ته ورسيږي او په ۲۰۲۰ام کال کې خپل پلان شوي برنامې په برياليتوب پلي کړي او اوس به دتېرو کلونو په هغو پروژو چې بشپړ شوي نه دي او پر نويو پروژو به کار وکړي.
دغه راز د امريکا متحده ايالاتو نړيوال پراختيايي ادارې «USAID»، استازی عتيق الرحمن جليل، چې د درېيمې پروژې مالي تمويل کوونکی دی، دکرنې وزارت له مشرتابه او د درېيمې پروژې له چارواکو څخه ددې پروژې دغوره مديريت په پار قدرداني وکړه.
د«SWIM»پروژه له ۲۰۱۶ام کال د ۲۰۲۱ام کال ترپايه دهېواد د اوبيزو سرچينو مديريت او ابرېزو دپياوړتيا په پار دکرنې وزارت له خوا ډيزاين شوی دی او د امريکا نړيوال پراختيايي ادارې«USAID» په مالي مرسته پلي کيږي.
بايد وويل شي، چې دهېواد په شمال کې د اوبيزو سرچينومديريت او د ابرېزو پروژه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په رهبری دپلي کېدو په حال کې ده. په ځانګړې توګه «SWIM» د اوبو زېرساختونه رغوي، د اوبو نظارتي سيمه پياوړوي او د اوبيزو سرچينو دمديريت په پار دسيمه ييزو بنسټونو دتخصص فني کچه لوړوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت