د بادام باغ څېړنيز فارم دننه د سړکونو د ډمبر چارې بشپړ شوې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۳:۵۳
د بادام باغ څېړنيز فارم دننه د سړکونو د ډمبر چارې بشپړ شوې

۱۷ لړم ۱۳۹۹
کابل کې د بادام باغ دڅېړنيز فارم د وتو او ننوتو دسړکونو دډمبرچارې بشپړ اونن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
ددغو سړکونو په پرانيست غونډه کې، دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت الله غفوري او دکرنې وزارت یوشمېر رييسانو او کارکوونکو شتون درلود.
ديادو سړکونو په پرانيست غونډه کې، داوبولګولو او دطبيعي سرچينو مرستيال وويل:"ددغو سړکونو د ډمبر چارې مو څلور مياشتې مخکې پيل کړ. ډېر خوښ يو چې، نن يې ګټې اخيستنې ته سپاړو. دغه سړکونه خامه وه او خلک او ددې فارم کارکوونکي له خاورې او دوړي په تنگ ول."
هغه زياته کړه:"دغه سړکونه په اساسي او بنسټيز ډول ډمبر شوي دي. په ټوليزه توګه دغه سړکونه درې زره او۵۰۰ متره اوږدوالی او پنځه متره سور لري.
دغه سړکونه مو ددې فارم د کارکوونکو او په ځانګړې توګه دملي نندارتون د ګډونولو لپاره ډمبر کړي دي.
دغه راز د موټرو يو تم ځای هم د درې زره او ۶۰۰ متر مربع په پراخوالي سره ډمبر شوی دی.
ددې پروژې لګښت ۴۴ميليونه افغانۍ ده، چې دکرنې وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ورکړل شوې ده."
د بادام باغ دننه سړکونه د دوړې او خاورې دکچې ټيټول، چاپېريال ساتنې او دتګ راتګ په موخه ډمبر شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۶
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

بازگشت