په ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو د ۱۴ زره اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۳:۱۸
په ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو د ۱۴ زره اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

۱۵ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مني موسم د غنمو د کرکېلي په پار په ۳۴ ولایتونو کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې لړۍ په ترڅ کې د هېواد په کچه په ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو ۱۴ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي. دغه لړۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې ده، په ترڅ کې یې تر دې دمه د بامیان، لوګر، سرپل، پنجشیر او پروان پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د غنمو یاد ۱۴ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه د نړیوال بانک په مرسته د څه باندې ۶۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت چمتو شوي دي او د کرنې وزارت د کرنې د ودې او خوړو خوندیتوب پروژې له لارې وېشل کیږي. دغه تخمونه د سبسایډي په ډول ویشل کیږي، چې ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران پرې کوي.
تمه داده، چې ددغو اصلاح شویو تخمونو په وېش سره به په راتلونکی کال د غنمو دحاصلاتو کچه د پام وړ ډېر شي.
د هغه ګډ سروې پر بنسټ، چې د کرنې وزارت او د احصایې ملي ادارې له خوا تر سره شوه، سږکال په ټول هېواد کې د غنمو د تولید کچه ۵.۱ میلیون مټریک ټنه وه. په دې سروې کې ښکل شوې، چې سږکال په هېواد کې د للمي او اوبیزو غنمو کروندې هم زیاته شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۲
Background image

لغمان کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکو د اصلاح پروژه پیل شوه

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې، د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د مهترلام ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۰ چکډېمونو او دوو کانالونو د جوړولو چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د اوبو د مدیریت، د باراني اوبو د مهار او زېرمه کولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د شاوخوا یو میلیون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني کې د شاړو ځمکو د ابادولو او کرنیزو فعالیتونو د پراختیا هڅې ګړندۍ شوې

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شاړو ځمکو د ابادولو، د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د خصوصي پانګونې د هڅونې په موخه خپلې. . .

بازگشت