په ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو د ۱۴ زره اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

content_admin
په ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو د ۱۴ زره اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

۱۵ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مني موسم د غنمو د کرکېلي په پار په ۳۴ ولایتونو کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند اکبر رستمي وایي، چې ددې لړۍ په ترڅ کې د هېواد په کچه په ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو ۱۴ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي. دغه لړۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې ده، په ترڅ کې یې تر دې دمه د بامیان، لوګر، سرپل، پنجشیر او پروان پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
اکبر رستمي زیاته کړه، د غنمو یاد ۱۴ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه د نړیوال بانک په مرسته د څه باندې ۶۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت چمتو شوي دي او د کرنې وزارت د کرنې د ودې او خوړو خوندیتوب پروژې له لارې وېشل کیږي. دغه تخمونه د سبسایډي په ډول ویشل کیږي، چې ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران پرې کوي.
تمه داده، چې ددغو اصلاح شویو تخمونو په وېش سره به په راتلونکی کال د غنمو دحاصلاتو کچه د پام وړ ډېر شي.
د هغه ګډ سروې پر بنسټ، چې د کرنې وزارت او د احصایې ملي ادارې له خوا تر سره شوه، سږکال په ټول هېواد کې د غنمو د تولید کچه ۵.۱ میلیون مټریک ټنه وه. په دې سروې کې ښکل شوې، چې سږکال په هېواد کې د للمي او اوبیزو غنمو کروندې هم زیاته شوې وه.