پروان ولایت کې په شپږزره او ۵۲۰ بزګرانو اصلاح شوې تخمونه ویشل کیږی

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۵:۱۴
به شش‌هزار و ۵۲۰ دهقان در پروان تخم‌های اصلاح‌شده توزیع می‌شود


۱۱ لړم ۱۳۹۹
د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، پروان ولایت کې په شپږزره او ۵۲۰ بزګرانو اصلاح شوې تخمونه ویشل کیږي.
د نوموړې ریاست چارواکو زیاته کړه، د پروان ولایت د ټولو ولسوالیو په بزګرانو به ۳۲۶ متریک ټنه اصلاح شوې تخمونه و ویشل شي. یاد تخم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د۸ میلیونه ۶۷۱ زره او ۶۰۰افغانې په ارزښت چمتوشوی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هرکال په یو شمیر بزګرانو اصلاح شوې تخمونه ویشي او سږکال یې دا لړۍ مخکې له کرکېلې څخه شروع کړې ده. مخکې له دي یو شمیر بزګرانو ته له کرکېلې وړاندې اصلاح شوې تخمونه په واک کې نه ورکېدل، چې بزګرانو به انتقاد درلود. مګرسږکال بزګران له کرکېلې څخه مخکې د اصلاح شویو تخمونو د ویش لړۍ ته خوشبین دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت