فراه کې د عنابو ۱۰۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
فراه کې د عنابو ۱۰۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي
۲۹ تله ۱۳۹۹
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د پراختیا سکټورې پروژې له لارې په دې ولایت کې د عنابو ۱۰۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړوي.
دغه بڼونه به د فراه ولایت په مرکز کې د کلیو په کچه ۲۱ بڼوالو ته د اووه میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شي.
د یادو نویو بڼونو د جوړولو په پار پر برخمن شویو بڼوالو یوشمېر اړین توکي، چې په کې یو درې انچه واټر پمپ له شپږ ۳۰۰ واټه لمریزو تختو سره، ۳۰متره کېبل، ۴۰ متره پیپ، مولد، ۶۵۰ کیلوګرام توره سره، د رشقې پنځه کیلوګرام تخم او د انجې پنځه کیلو تخم وېشل شوي دي.
ټاکل شوې، چې دیادې پروژې له خو به په فراه کې د عنابو دوه کلکسیونونه او د خرماو دوه ملي کلکسیونونه هم جوړ شي.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت