د بامیان په مرکز کې د کچالو د ۲۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ شوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۱۳
د بامیان په مرکز کې د کچالو د ۲۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ شوې
۲۸ تله ۱۳۹۹
د بامیانو په ولایت کې د کچالو د ۲۵ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له خوا چې نور زېرمتونونونه جوړیږي، رغنیزې چارې یې روانې دي او ۵۵ سلنه بشپړ شوي دي.
د دغو زېرمتونونو د هرې زېرمتون و ړتیا ۱۵ مټریک ټنه ده او ۲۵ زېرمتونونه اوس کولای شي، چې ۳۷۵ ټنه کچالو زېرمه کړي.
دغه زېرمتونونه هر یوه یې د ۶۱۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، چې د ۲۵ زېرمتونونو ټولیز لګښت ۱۵ میلیونه او ۳۷۵ زره افغانۍ کیږي.
ددغو زېرمتونونو په جوړېدو سره اوس بامیاني بزګران کولای شي، چې خپل کرنیز محصولات په کې زېرمه او په مناسب وخت او مناسبه بیه یې خرڅ کړي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت سږکال یوازې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د بامیانو په ولایت کې د کچالو ۲۹۵ زېرمتونونه جوړوي. له دې ډلې ۹۵ زېرمتونونه یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په مدیریت او ۲۰۰ نور زېرمتونونه یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې «HVCDSP» له لارې جوړیږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

بازگشت