د کندهار په بولدک کې ۲۰ خاورین حوضونه جوړیږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۱۷
د کندهار په بولدک کې ۲۰ خاورین حوضونه جوړیږي
 
۱ تله ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بولدک ولسوالۍ د جلال الدین سیمې د ځایي مالدارانو او کوچیانو د اوبو د ستونزې د هوارولو او د مالدارۍ د ودې په پار د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ خاروین حوضونه جوړیږي، چې رغنیزې چارې یې رسماً پیل شوي دي.
دغه پروژه، چې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د لوی ریاست له خوا پلي کیږي، د کندهار د بولدک ولسوالۍ د ځایي مالدارانو او کوچیانو د مالدارۍ د ودې په پار په کې، د مالدارانو څارویو لپاره ۲۰ خاورین حوضونه او د څړځایونو بیارغول شامل دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې ددې پروژې پلي کول په دې سیمه کې د مالدارۍ د ودې ترڅنګ د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کیږي.
په ورته وخت کې له دغو پروژو څخه د بولدک ولسوالۍبرخمن شوي کوچیان او ځايي مالداران د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې د مالدارانو او بزګرانو ژوند او تولیداتو ته ډېره پاملرنه او له مالدارانو او بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي. هغوی وویل، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې لامل کیږي، چې د بزګرانو اقتصاد وده وکړي او تولیدات یې زیات شي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې ددې ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه تر دې وړاندې هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي، چې ورسره د یادې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یوشمېر ستونزې هوارې شوي دي. ښاغلی سیدي وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې ولسوالۍ کې یوشمېر نورې پروژې هم پلي شي، چې د نویو پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یوشمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت