سږکال څه باندې څلور زره او ۷۰۰ هکټاره نوي بڼونه احیا او رغول شوي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۶:۲
د کرنې،
 
۳ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۹یم مالي کال په لومړی نیمایي کې، په ټول هېواد کې د مېوو څلور زره او ۱۷۷ هکټاره نوي بڼونه احیا او رغولي دي.
په دغو رغول شوي او احیا شوي بڼونو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۹۵ هکټاره متراکمو او نیمه متراکمو بڼونو احیا او رغول او دوه زره هکټاره د زړو بڼونو بیارغول شامل دي.
دغه راز د ۱۳۹۹یم کال په لومړی نیمایي کې د کابل، غزني، کاپیسا، پروان، لوگر، دایکندي، پکتیا، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنگان، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، کندز، هرات، غور، پکتیکا، ارزگان، کندهار، هلمند، بادغیس، نیمروز او زابل په ولایتونوکې د انګورو ۱۶۶ هکټاره بڼونه په چیله یي سیسټم اړول شوي دي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت په ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې ۲۱۰ لوی او واړه شنې خونې هم جوړې کړي دي. هره وړه شنه خونه په ۱۲۰ مترمربع او لویه شنه خونه په ۳۰۱ متر مربع ځمکه کې رغول شوي دي. دغه راز د ننګرهار، فراه او بادغیس په ولایتونو کې له چیه یې سیسټم څخه په ګټنې سره ۴۱۲ جریبه ځمکه کې سابه هم کرل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت