سږ د سبو او جوارو څه باندې دوه زره ننداریزې قطعې جوړې شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۲۱:۲۱
امسال بیش از دوهزار مزرعه‌ی نمایشی سبزیجات و جواری ساخته شده است
 
۲۹ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۹یم مالي کال په لومړی نیمایي، کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سبو او جوارو دوه زره او ۱۵۰ ننداریزې قطعې جوړې کړي دي.
د روان مالي کال په لومړی نیمایي، کې د کندز، کندهار، بلخ، ننګرهار، هرات او کابل په ولایتونو کې د سبو یوزر او ۳۵۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي. دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړې شوي دي.
دغه راز د روان مالي کال په لومړی نیمایي کې د لوګر او ننګرهار په ولایتونو کې د جوارو ۸۰۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي. دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړې شوي دي.
په همدې حال کې د ۱۳۹۹یم مالي کال په لومړی نیمایي کې د بذري تخمونو د ۶۶ زره جریبه کروندو څارنه شوې او په ورته وخت کې په ټول هېواد کې د اصلاح شوي تخمونو پر تولیدوونکو شرکتونو څلور زره سرټفیکېټونه هم وېشل شوي دي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت