د اوبولګولو د ۱۲۱ شبکو د بیارغونې چارې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۹:۱۷
کار احیا و بازسازی ۱۲۱ شبکه آبیاری در ۲۳ ولایت، ۴۰ درصد پیش رفته است
 
۲۲ زمری ۱۳۹۹
د هېواد په ۲۳ ولایتونو «غور، میدان وردګ، پکتیا، دایکندي، بغلان، کونړ، بادغیس، پنجشیر، زابل، تخار، ننګرهار، هلمند، کابل، غزني، پکتیکا، خوست، فراه، ارزګان، کندهار، هرات، بلخ، لوګر او پروان» کې د اوبولګولو د ۱۲۱ شبکو د بیارغونې چارې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د اوبولګولو د یادو شبکو د بیارغولو چارې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۹یم مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو د پلان پر اساس پیل شوې وه. ددې پلان پر اساس د کرنې وزارت اړ وه، چې د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغو شبکو د بیارغولو چارې ۴۰ سلنه بشپړ کړي. د کرنې وزارت د یادو شبکو چارې د پلان سره سم پلي کړي دي او توانېدلی دی، چې دیادو شبکو د بیا رغولو چارې په سمه توګه پرمخ یوسي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت