کال کې د کبانو د یو میلیون بچیو د تولید په وړتیا د کب روزنې فارم ګټې اخیستنې ته سپارل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۹ - ۱۱:۵۳
بهره‌برداری از یک فارم با ظرفیت تولید سالانه‌ی یک میلیون جوجه‌ماهی: بلخ در تولید جوجه‌ماهی به خودکفایی نزدیک شد

۹ زمری ۱۳۹۹

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مرسته د کبانو د بچیو د تولید کوم فارم، چې یو پانګوال ته جوړه شوې وه، د ګرمو اوبو د کبانو د بچیو پر تولید، تکثیر او خرڅلاو پیل وکړ.
دغه فارم په یوه کال کې د کبانو د یومیلیون بچیو د تولید وړتیا لري.
کابو دوه کاله مخکې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې د بلخ ولایت په دهداي ولسوالۍ کې په نږدې ۲۰ جریبه ځمه کې د کبانو «هیچري» (یا د ګرمو اوبو د کبانو د بچیو د تولید او تکثیر) د فارم د جوړلو چارې پیل کړ.
ددې فارم د جوړولو د کار لړۍ او فعالیت، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پورژې د شمال زون د فني همکارانو او چارواکو له خوا ثمر ته تر رسېدو پورې په دقیق ډول څارل کېدل. دغه راز په دې موده کې، د یاد فارم کارکوونکي د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د کارکوونکو له خوا لازمې لارښوونې ترلاسه کول.
حاجي خلیل ددې فارم څښتن، چې په پيل کې د کبانو د بچیو د تولید او په بازار کې د پلور هیله یې نه درلود، اوس ددې لپاره چې فارم یې په ثمر رسېدلی دی، ډېر خوښ دی.
هغه چې اوس د بلخ ولایت د کبانو پر فارم لرونکو او حتا د یوشمېر شمالي ولایتونو د کبانو پر فارم لرونکو د کبانو د بچیو پلور پیل کړئ دی، له خپل کار خوښ او راضي دی.
حاجي خلیل د کرنې وزارت د هغو کړنو په پار چې، ده ته یې کړي دي مننه وکړه او وویل، اوس په دې باور دی، چې کاروبار یې روښانه راتلونکې لري او کولای شي، چې په شمال زون کې د کبانو د بچیو د تولید له یواځنۍ فارم څخه ډېره ګټه تر لاسه کړي.
د کبانو روزنې په برخه کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د تخنیکي کارکوونکو د اټکل له مخې د بلخ ولایت د دهدادي په ولسوالۍ کې د حاجي خلیل د ګرمو اوبو د کبانو د بچیو تولیدي فارم په یوه کال کې د کبانو د نږدې یومیلیون بچیو دتولید وړتیالري.
په ورته وخت کې د بلخ ولایت یوشمېر کب روزونکي په دې ولایت کې د کبانو د بچیو د تولید د پیل د هرکلۍ ترڅنګ ددې فارم جوړول د خپل کاروبار په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام بولي او وایي، چې ددې فارم په جوړېدو سره اوس اړ نه دي، چې له پاکستان او یا نورو ولایتونو څخه د کبانو بچي وپېري او دوی کولای شي، چې په ښه کیفیت او مناسبه بیې سره د حاجي خلیل د کبانو له فارم څخه د کبانو بچي تر لاسه کړي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت هرکال د کب روزنې، چرګانو روزنې، بڼوالۍ او ... برخو کې د پانګونې د هڅونې په پار پانګوالو ته لسګونه فارمونه جوړوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت