د پکتیا مرکز ګردیز کې د دوو سربندونو او کانالونو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۲۰:۱۶
د پکتیا مرکز ګردیز کې د دوو سربندونو او کانالونو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي
 
۲ زمری ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د ابراهیم خېلو او صادق خېلو د سربندونو او کانالونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ډېر ژر به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د صادق خېلو د سربند او کانال چارې ۶۶ سلنه او د رحمت خېلو د کانال او سربند د جوړولو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي، چې پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د یادو سربندونو او کانالونو په جوړېدو سره زرګونه جریبه ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي او زرګونه کورنۍ ورڅخه هر اړخیزه ګټه پورته کوي. دغه پروژه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلیږي، د روغولو چارې یې په بشپړېدو دي.
ددې پروژې په بشپړېدو سره د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او ترڅنګ یې د یادو سربندونو او کانالونو د تر پوښښ لاندې ځمکو کرنیز محصولات به هم د پام وړ زیات شي، چې د بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال په پکتیا کې د ضبط شویو لرګیو له ټال څخه لیدنه وکړه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان او ورسره پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۲۶
Background image

پکتیا ولایت ته د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمیټې د فعالیتونو ارزونه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پکتیا له والي مهرالله حماد او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۱۰
Background image

لوګر ولایت ته د کرنې وزارت د اوبولګولو د مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمېټې سره یې لیدنه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د ځنګلونو د ساتنې د کمیټې. . .

بازگشت