کرنې وزارت په فاریاب کې نږدې دوه زره مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

content_admin
کرنې وزارت په فاریاب کې نږدې دوه زره مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۹ چنګاښ ۱۳۹۹

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت اړوند د بڼوالۍ او مالدارۍ «NHLP» ملي پروژې له لارې د فاریاب ولایت نږدې دوه زره مېرمنوته د کار زمینه برابره کړې ده. دغه مېرمنې ددې ولایت په مرکز او درېوو ولسوالیو کې په کروندو کې په کار بوخت دي.

دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د کرکېلي په پار د کورنیو باغچو په جوړولو سره برابرې شوي دي.

کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو او مېوو د کرکېلي په برخه کې فعالیت لري، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو ۱۶ ډوله تخمونه وېشلي دي. دغه راز ددغو مېرمنو له ډلې یوشمېر هغو ته یې د سبو او مېوو د پروسس مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژه له ۲۰۱۴ ام کال را په دې خوا د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې خپل کار پیل کړئ دی. تر دې دمه د فاریاب ولایت څه باندې شپږ زره مېرمنې ددې برنامې له پروژو څخه برخمن شوي دي.