کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې پیل: د ۹۴۸ پروژو چارې پیل شوې

content_admin
کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې پیل:  د ۹۴۸ پروژو چارې پیل شوې

۱۹ چنګاښ ۱۳۹۹

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري کندهار ولایت ته په سفر کې، ددې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې پیل کړ. ټاکل شوې، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په اډانه کې ۹۴۸ پروژې پلي شي، چې په کې ۹۰۰ ممیزخونې او د انارو د ساتنې ۴۸ سړې خونې جوړول شامل دي، چې ټولیز لګښت یې ۵۲۰ میلیونه افغانۍ ده.

ددې پروژې په پرانیست غونډه کې، د ولایت دمقام مرستیال عبدالحنان منیب او یوشمېر نور سیمه ییز چارواکي شتون درلود.

ټاکل شوې، چې په کندهار کې د ۳۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۹۰۰ ممیزخونې، چې هر یو یې ۱۶ مټریک ټنه وړتیا ولري جوړ شي.