پکتیکا کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۲۳:۱۰
پکتیکا کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپین پیل شو


۷ چنګاښ ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مټاخان ولسوالۍ په زیانمنو سیمو او بڼونو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپین پیل کړ.
د پکتیکا ولایت دکرنې ریاست د بوټې ساتنې د برخې کارکوونکي د مټاخان ولسوالۍ زیانمنې سیمې سروې او تثبیت کړي او وروسته د ملخانو د کنټرول په موخه یې کیمیاوي مجادله پیل کړئ دی.
ټاکل شوې، چې د مجادلې دیاد ټیم له خوا به د زیانمنو سیمو ملخان کنټرول شي ترڅو د بزګرانو کروندې او بڼونه د ملخانو له یرغله خوندي پاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیکا د کرنې ریاست کارکوونکي تر هغه چې ډاډه نه شي، چې صحرایي ملخان یې کنټرول کړي او له منځه یې وړي په زیانمنو سیمو کې کار کوي او که ملخان ددې ولایت نورو ولسوالیو کې پیدا شي په ډېر لږ وخت کې به د کرنې ریاست کارکوونکي ملخان له منځه یوسي او د کروندګورو کروندې او بڼونه به  خوندي کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د خوست موساخلېلو ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته شنې خونې جوړېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي برنامو په دوام، د موساخېلو ولسوالی کې د شنو خونو د جوړولو لپاره د مستحقو بزګرانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د تورو چکډېم د کیفیت ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د نېش ولسوالی د تورو چکډېم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱
Background image

دهلمند په ریګستان  کې ۴۰ زره نیالګي روزل کېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي سرچینو امریت اړوند، ریګستان سیمه کې د ۴۰ زره نویو مقاومو نیالګیو د روزلو چارې روانې. . .

بازگشت