کندهار کې د قصابانو د روزنې پروګرام پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۱۳:۱۷
کندهار کې د قصابانو د روزنې پروګرام پیل شو
 
۴ چنګاښ ۱۳۹۹
د کندهار ولایت د قصابانو د هټیو د اصلاح او معیاري کولو او په بېلابېلو برخو کې د ددې ولایت د قصابانو لپاره روزنیز پروګرام پیل شو.
ددې پروګرام په پیل کې د مالدارۍ ځنځیري ارزښت د پروژې له خوا ۲۲ قصابانو ته د خوراکي موادو د خونیتوب، پاکوالي او حفظ الصحې په برخه کې روزنه ورکړل شو.
په پام کې ده، چې ددې ولایت ټول ۲۰۵ لوی او کوچني قصابان په یادو برخو کې وروزل شي.
له دغو روزنیزو برنامو څخه برخمن شوي قصابان د دوی د ملاتړ په پار د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه.
د قصابیو د اصلاح برنامه د «DAI» پروژې په همکارۍ او د امریکا نړیوال پراختیایي ادارې «USAID» په مرسته پلي کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت