د پکتیا ګرده څېړۍ کې د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې روزنیز پروګرام پیل شو
![د پکتیا ګرده څېړۍ کې د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې روزنیز پروګرام پیل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-06/103536690_3351829561508287_705722927863916937_o.jpg)
۲۷ غبرګولی ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د ګرده څېړۍ په ولسوالۍ کې د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې روزنیز پروګرام په لاره اچولې ده.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دغه روزنیز پروګرام د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې ده. په دې روزنیز پروګرام کې د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو او بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزې لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کیږي.
د کرنې وزارت د فني او مسلکي کارکوونکو له خوا بڼوالو ته ددې روزنیز پروګرام په لړ کې د ونو او نباتاتو د ناروغیو د وقایې مهمې او اغېزمنې لارې چارې په نظري اوعملي ډول ښودل کیږي. چې بیا وروسته دغه بڼوال او بزګران ددې روزنیز پروګرام په لړ کې زده کړي لارې چارې په خپلو بڼونو او کروندو کې عملي کوي.
د پکتیا دکرنې ریاست وایي دوی هلې ځلې کوي، چې بزګران د کیمیاوي درملو د استفادې پر زیانونو وپوهوي او ددغو خطرونو د مخنیوي په پآر د افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي لارو چارو ونیسي ترڅو له صحي او اقتصادي پلوه ګټور تمام شي.