د پکتیکا مټاخان کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپین پیل شو
![د پکتیکا مټاخان کې د ملخانو پر وړاندې د مجادلې کمپین پیل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-06/102584993_3326889540668956_7867572733731259212_o.jpg)
۱۸ غبرګولی ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مټاخان ولسوالۍ په زیانمنو سیمو او بڼونو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپین پیل کړ.
د پکتیکا ولایت دکرنې ریاست د بوټې ساتنې د برخې کارکوونکي د مټاخان ولسوالۍ زیانمنې سیمې سروې او تثبیت کړي او وروسته د ملخانو د کنټرول په موخه یې کیمیاوي مجادله پیل کړئ دی.
ټاکل شوې، چې د مجادلې دیاد ټیم له خوا به د زیانمنو سیمو ملخان کنټرول شي ترڅو د بزګرانو کروندې او بڼونه د ملخانو له یرغله خوندي پاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیکا د کرنې ریاست کارکوونکي تر هغه چې ډاډه نه شي، چې صحرایي ملخان یې کنټرول کړي او له منځه یې وړي په زیانمنو سیمو کې کار کوي او که ملخان ددې ولایت نورو ولسوالیو کې پیدا شي په ډېر لږ وخت کې به د کرنې ریاست کارکوونکي ملخان له منځه یوسي او د کروندګورو کروندې او بڼونه به خوندي کړي.