د کوهکران په څېړنیز فارم کې د غنمو پر یوشمېر ډولونو څېړنې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۱۲:۳۴
د کوهکران په څېړنیز فارم کې د غنمو پر یوشمېر ډولونو څېړنې شوې
 
۱۴ غبرګولی ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د کوهکران په څېړنیز فارم کې د غنمو پر یوشمېر ډولونو، چې په کې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي څېړنې شوي دي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې څېړنه کې د غنمو شپږ ډولونه (ورایټۍ) چې په کې چونټ ۱، شیشم باغ، مقاوم۰۹، للمي ۲، مزار۹۹ او کابل ۰۱۳ شامل دي تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینو او بزګرو سره شریکیږي، ترڅو په راتلونکي کې د غنمو د ښه او ډېر تولید په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي. ددې ترڅنګ په دې څېړنیز فارم کې بزګرو، ځمکوالو، د کرنې پوهنځی او د کرنې د انسټیټوټ زده کړیالانو ته هم د کرکېلي په بېلابېلو برخو کې د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي. ددې ادارې د پلان پر بنسټ د کوهکران په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.
باید وویل شي، چې د کرنې سکټور په برخه کې څېړنې د پرمختګ عمده لامل ګڼل کیږي، دا ځکه چې ډېری کرنیزې ټکنالوژۍ د څېړنیو په پایله کې پراختیا مومي، چې پایله یې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت