د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ فاریاب کې د ۸۴۱ کرنیزو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې

mail-admin
مدیریت محصولات زراعتی؛  کار عملی‌سازی ۸۴۱ پروژه‌ی زراعتی در فاریاب آغاز شد

د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛

فاریاب کې د ۸۴۱ کرنیزو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې

۳۰ غویی ۱۳۹۹

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې په فاریاب ولایت کې د ۸۴۱ نویو کرنیزو پروژو چارې پیل کړې.

دغه پروژې، چې په کې ۳۵۰ ممیزخونې جوړول، د کچالو ۲۲۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړول، د پیازو ۱۰۰ صفر انرژۍ سړې خونې او د مڼې د ساتنې په پار شپږ سارک صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د تازه مېوو او سبو ۶۵ وچوونکي دستګاوې وېش شامل دي، د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي. ددغو بنسټونو د جوړولو ۹۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او ۱۰ سلنه نور لګښت یې د برخمنو بزګرانو او بڼوالو له خوا ورکول کیږي. دغه پروژې د فاریاب ولایت په ټولو ولسوالیو کې د سیمه ییزو شوراګانو له لارې پلي کیږي.