غور کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې پیل شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۳ - ۱۷:۳۷
آغاز کار تطبیق پروژه‌های مدیریت محصولات زراعتی در غور

غور کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې پیل شوې:
د مېوو ۱۰ سړې خونې او د پیازو او کچالو ۳۵۰ زېرمتونونه جوړیږي
۲۳ غویی ۱۳۹۹
په غور ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د عملي کېدو چارې ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د یادو بنسټونو جوړول د بزګرانو او بڼوالو د قتصادي ودې لامل کیږي او د کرنیزو تولیداتو عمر زیاتوي.
د غور د کرنې ریاست زیاتوي په دغو جوړېدونکو بنسټونو کې د مڼې ۱۰ سړې خونې، د کچالو ۳۰۰ زېرمتونونه او د پیازو ۵۰ زېرمتونونه شامل دي.
په غور کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې په اډانه کې د یادو سړوخونو ترڅنګ پر یوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۳۰ وچوونکي الې هم وېشل کیږي.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت دپروژې برنامه چې په ټول هېواد کې پلی کیږي، د بڼوالو او بزګرانو ملکیت دی. کوم بڼوال او بزګر چې غواړي، یاد بنسټونه ورته جوړ شي یوازې د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت یې ورکوي، ځکه ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت ورکوي.
بزګرانو لپاره د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه جوړول، د مېوو د ساتنې په پار د سارک صفر انرژۍ سلګونه سړې خونې جوړول، بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې جوړول، ترڅنګ یې پر بزګرانو او بڼوالو  د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې وېشل، د کرنیزو محصولاتو له سترو پروسسکونکو سره همکارۍ او د کرنیزو محصولاتو د پلور د هوکړه لیکونو برابرول، د کرنیزو محصولاتو مدیریت په برنامه کې شامل موارد دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت