لغمان کې هم د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو عملي چارې پیل شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۸ - ۱۰:۱۹
لغمان  کې هم د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو عملي چارې پیل شوې


۱۸ غویی ۱۳۹۹
په لغمان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو د بنسټ ډبره نن ددې ولایت د والي، سیمه ییزو چارواکو، د خلکو یوشمېر استازو، بزګرانو او بڼوالو په شتون کې کېښودل شوه.
د مهترلام ښار اړوند د ده ملخ  په سیمه کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې د بنسټ اېښودو په غونډه کې، د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد جمیل خوشحال وویل، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوي دی. هغه وویل، چې په دې ولایت کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د برنامې په اډانه کې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې لسګونه پروژې پلي کيږي.
د لغمان د کرنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي. 
په ورته وخت کې د لغمان والي محمدآصف ننګ د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل او زیاته یې کړه، چې  د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې بڼوالو، بزګرانو او په ټوله کې د لغمان ولایت اوسیدونکو لپاره یو  ښه فرصت دی او ممیزخونو،  زېرمتونونو او سړوخونو جوړول به د دې ولایت د کرنیزو محصلاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.
ددغو کرنیزو بنسټونو ۱۰ سلنه ونډه  د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې چارې د کابل له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه پیل شو. تر هغه وروسته ددې برنامې چارې په هرات، دایکندي، کندهار، پکتیا، بامیان، لوګر او نن په لغمان ولایت  کې پیل شوې.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۲۴ - ۹:۵۹
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د غوښې صادراتو په اړه مشورتي غونډه دایره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د غوښې د صادراتو د ارزولو لپاره مشورتي غونډه وکړه. په دې غونډه کې د مالدارۍ د برخې رئیسانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۰
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت کې د سپین‌خوړ د رسوباتو پاکول پیل شوه

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم په ۶ام بلاک ساحه کې د سپین‌خوړ د رسوباتو پاکولو لړۍ پیل شوه.  د دې پروسې د ارزونې لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۸
Background image

زابل کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پرانیستل شو

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولاویت کې د نیالګیو اېښودو کمپاین په شاندارو مراسمو سره پیل شو. 
په دغو مراسمو کې د. . .

بازگشت