د ۴۵۹ میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور شو

mail-admin
پرداخت ۴۵۹ میلیون قرضه‌ی زراعتی منظور شد

۳۰ وری ۱۳۹۹
د کرنیزو پورونو د منظوری د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو معلوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ۴۵۹میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړ.
اووه مورده پورونه منظور شوي څلور مورده یې د بامیان کوپراټیفونو اړوند دي، چې په کې بېلابېلې برخې له ډلې د اوړو د تولید په پار د غنمو پېرل،  د ماشینونو پېرل، د ټراکټورونو او کرنیزو توکو پېرل، په بامیانو کې د کچالو د کرکېلي په پار د کچالو تخمونه او کیمیاوي سرې پېرل، صادراتو لپاره وچې مېوې پېرل او پر بزګرانو نغدې پیسې وېشل شامل دي. 
دکرنې په وزارت کې د کرنې د پراختیا د صندوق د پورونو د منظوری د کمېټې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي معینیت سرپرست او د پورونو د منظوری د کمېټې مشر محبوب الله ننګ او د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ د رییس او د کرنې د پراختیا صندوق د چارواکو په شتون کې په لاره اچول شوې وه.
د کرنې د پراختیا د صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور اووه غوښتنې ور وپېژندل او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات ور کړل.
د کرنې د پراختیا صندوق او د کرنې وزارت، په دې سختو شرایطو کې یې بزګران نه دی هېر کړئ او دې ته ژمن دي، چې د دوی د اړتیا وړ پورونه په خپل وخت د دوی په واک کې ورکړي په ځانګړې توګه د بامیانو د کوپراټیفونو یو زر او ۵۰۰ غړو ته چې هر کال دغو پورونو ته سترګې په لار وي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې یاد صندوق د کویډ-۱۹ یا کرونا ناروغۍ له خپراوي څخه د مخنیوي په پار د ګرځ بندیز سره سره د کرنې دودې او پراختیا په پار له هیڅ ډول هڅې نه دي په شا شوي او هلې ځلې کوي، چې د امکان تر کچه په روان فصل کې د کرنې بنسټ پیاوړي شي.
د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.
یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل څخه تردې دمه بزګرانو ته  ۱۰.۸ میلیارډه افغانۍ پورونه ورکړي او دغه رازکرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۴ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي.  له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۴۷زره او۸۹۲بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.
دمګړۍ د کرنې د پراختیا صندوق د افغانستان د کرنې د سکټور د تمویل مخکښ مرجع بلل کیږي، چې مرکزي دفتر یې په کابل کې ده او په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم سیمه ییز دفترونه لري.
باید وویل شي، چې د کرنې د پراختیا صندوق بودجه نړیوال پراختیایي ادارې «USAID» له خوا ورکول کیږي.