هلمند کې بزگرانو ته د غنمو د ناروغيو په هکله عامه پوهاوي ورکول کيږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۱۶:۵۰
هلمند کې بزگرانو ته د غنمو د ناروغيو په هکله عامه پوهاوي ورکول کيږي


 ٢٦ ورى ١٣٩٩
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د کرنې ادارې اړوند دبوټو ساتنې مدیریت فني کارمندانو لخوا د کفشک حشرې د میخانیکي مخنیوى او د غنمو سرخي ناروغۍ په اړه بزګرو ته په عملي او نظري ډول زده کړې ورکول کیږي. 
د كفشك حشره چې هلمند کې پر غنمو حملې کوي،  د غنمو له شيرې، پاڼو ،تنې او دانې څخه تغذيه كوي, او پر همدې وخت  دا حشره د غنمو دانو ته بدبويي اوزهري  مواد داخلوي ، كه له دوو څخه تر درې سلنې پورې غنم كفشك خوړلي وي نو د ټولو غنمو خوند خرابيږي، ښه  ډوډۍ نه وركوي او له ګټې  وځي.
همدارنګه د غنمو سرخي ناروغي چې په دې وروستیو کې یې د هلمند ولایت یوشمېر کروندې تر اغیز لاندې رواستلي دي بزګرو ته یې د مخنوي په اړه لازمې لارښوونې کیږي. 
د کرنې ادارې د بوټي ساتني فني کارکونکو لخوا د نهرسراج په ولسوالۍ کې بزګرو ته دنوموړې حشرې او سرخي ناروغۍ دمخنیوي په پار  په عملي ‌ډول لارښونې پیل شوي دي چې دا لړۍ به په نورو ولسوالیو کې هم ادامه ولري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت