نورستان کې د غوزانو د عایداتي ځنګل د جوړېدو چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۵ - ۱۵:۲۸
نورستان کې د غوزانو د عایداتي ځنګل د جوړېدو چارې پیل شوې


۲۵ وری ۱۳۹۹
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت ددې ولایت د مرکز اړوند په پرونز کلی کې د غوزانو «چهارمغز» د عایداتي ځنګل د جوړولو چارې پیل شوي دي.
د نورستان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې سیمې په ۱۹ جریبه ځمکه کې د غوزانو عایداتي ځنګل جوړیږي، چې په راتلونکې کې به دا لړۍ نورو سیمو ته هم وغځیږي.
چهارمغز چې د نورستان او کونړ اوسیدونکي ورته غوزان هم وایي د نورستان په ولایت کې په زیاته پیمانه تولیديږي، چې ددې ولایت د اوسیدونکو په اقتصادي ژوند کې مهم رول لري. غوزان د نورستان ولایت په ټولو سیمو کې کرل شوي دي، چې ددې ولایت له خاورې، اوبه اوهوا سره په بشپړه توګه توافق لري. د نورستان په ډېرو سیمو کې غوزان په طبیعي ډول شنه شوي دي، علایمو څخه څرګندیږي، چې غوزان ددې سیمې یو بومي بوټی دی. د چهارمغزو د ځنګلونو او تولید په هکله رسمي ارقام نشته، خو د اټکل له مخې ددې ولایت د چهارمغزو کلنۍ تولید څه باندې زر مټریک ټنو ته رسیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت